هند وايي د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې افغانستان سولې او دایمي ثبات ته رسوي. د هند د بهرنیو چارو وزیرې په پلازمینه بشکیک کې د بهرنیو چارو د وزیرانو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې هند د افغانستان، سولې، پرمختګ او اقتصادي برخه کې همکارۍ ته ژمن دی. د سوشما سوارج په وینا هند د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې ددایمي سولې، پرمختګ، یووالي، ثبات، امنیت او اقتصادي ودې سبب کېږي. نوموړې ویلي هیله لري چې د افغانستان د سولې روانه پروسه مثبتې پایلې ولري او په دغه هېواد کې ددایمي امنیت د راتګ سبب شي. هند تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د سولې او ثبات د راتګ په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.




































