زلمی خلیلزاد وایي له طالبانو سره یې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. نوموړی چې د امریکا سنا ته یې وینا کوله وايي، دوی هڅه کوي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لار پرانیزي او په دې برخه کې یې مهم پرمختګونه کړي دي. خلیلزاد همدا راز ویلي چې د اوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې په خبرو کې بېړه نه ده په کار او په وینا یې د مذاکراتو لپاره باید حوصله موجوده وي. امریکایي سناتورانو هم ویلي چې خلیلزاد په سمه روانه دی او لاس ته راوړنې یې مهمې دي. دوی ویلي د سولې د خبرو پایلې ته بېړه نه لري خو هیله لري چې دغه خبرې وکړی شي افغان جګړه پای ته ورسوي. د امریکا د سنا د بهرنیو اړيکو د کمېټې غړو همدا راز ویلي چې د امریکایي ځواکونو ایستلو ته هم بېړه نه لري خو په افغانستان کې د کلونو مبارزې د لاس ته راوړنو ساتل هم د امریکا مسوولیت دی.




































