له تازه بارانونو سره د هېواد په ځینو سیمو کې سیلابونه راوتلي دي. د هرات ولایت چارواکي بیا وايي چې د تېرې ورځې او ماښام په بارانونو کې لس کسه وژل شوي دي. د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست وایي، چې پرون د هرات په اوبه ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي او لس کسه یې وژلي دي. د رییس په خبره دغه کسان د ده ګل او جینوا په کلیو کې وژل شوي. د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا دا هم ویلي چې ښایي د تلفاتو شمېر ډېر شي. هرات یو له هغو ولایتونو دی چې د روان کال بارانونو او سیلابونو سخت زیانمن کړی دی. په بېلو پېښو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه کورونه په دغه ولایت کې ويجاړ شوي دي.