د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر په کابل کې د یوناما له مشر سره کتلي دي. د حنیف اتمر له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یاماماتو په دې لیدنه کې د ټاکنو او سولې په اړه د مرستې ډاډ ورکړی دی. اتمر هم په دې لیدنه کې سوله او ټاکنې دواړه د افغانستان لپاره مهمې بللې دي او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده. دواړو لورو د سولې پر پروسې او همدا راز ټاکنو ته پر چمتووالي بحثونه کړي دي.




































