د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې جان واکر په ۲۰۰۱ لومړي کال کې د طالبانو پر ضد جګړه کې نیول شوی و. هغه له یادې مودې راهیسې په امریکا کې تر محاکمې وروسته زنداني وو خو اوس ازادېږي. امریکایي چارواکو ویلي چې د نوموړي په چلند کې مثبت بدلون راغلی نو ځکه یې د هغه د بند تر مودې درې کاله وړاندې دده د خوشي کولو پرېکړه کړې ده. ځینې امریکایي استازي بیا وايي ددې وېره شته چې جان په امریکا کې په یوه امنیتي تهدید بدل شي.




































