د هلمند يو شمېر مدني فعالان او قومي مشران د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دي او پر مخنيوي يې ټينګار کوي. دوى د يوې خبري غونډې پر مهال ويلي چې په تېرو دوو اونيو کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو پر مهال ٣٥ امنيتي سرتېري او ١٨ ملکي وګړي وژل شوي دي. په دې غونډه کې د هلمند مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر نظرمحمد رودي وويل چې په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه ډېره لوړه شوې ده. همدارنګه قومي مشر عتيق الله وويل، یوازې تېره اوونۍ په دغه ولايت کې ١٨ پوليس او ۹ ملکي وګړي د بهرنیو ځواکونو په هوایي عملیاتو کې وژل شوي دي. دوی د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو ژوند ته باید جدي پاملرنه وکړي.




































