په داسې حال کې چې د جوزا تر لومړۍ نېټې وروسته د ملي یووالي حکومت د کار دوام له نیوکو سره مخ او غیر قانوني بلل کېږي، دیني عالمان هم حکومت د واک پر انحصار تورنوي. د یني عالمانو چې په کابل کې د تلپاتې سولې څخه د ملاتړ په نوم غونډه کې خبرې کولې وویل، حکومت دې د سولې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته او د سولې لپاره دې د افغانانو په هیلو د ناهیلۍ څادر نه غوړوي. دیني عالمان وايي تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره دې د جنګ ښکېلې خواوې په ځانګړې توګه حکومتي مشران خپلو دریځونو کې بدلون راولي او د واک د انحصار لپاره دې سوله نه حاشیې ته کوي. دیني عالمان وايي جنګ د حل لار نه ده او د سولې لپاره پر بین الافغاني خبرو ټینګار کوي. دوی له حکومت څخه په جدي توګه د ړندو بمباریو شپنیو علمیاتو او د ګډو ځواکونو لخوا د خلکو پر کورونو د چاپو وهلو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل ګرځي د بندېدو غوښتنه کوي.




































