ټاکنو کمېسیون له احزابو سره په ناسته کې ګوندونو ته ویلي، چې نړیوالې ټولنې ورنه غوښتي چې نوملیکنه په مېنول شکل تر سره کړي. ټاکنې کمېسیون یې ردوي چې ګنې د نړیوالې تولنې په فرمایش یې له نوملیکنې بایومیټریک ایستلی او د وخت محدودیت اصلي لامل یادوي. خو د کمېسیون د کمشنرانو له دوو میاشتو ډیر وخت وشو او د مېنول نوملیکنې پرېکړه یې اوس وکړه. د کمېسیون او نړیوالې ټولنې اختلافاتو ته په کتو باور کېږي، چې بایومیټریک نوملیکنې ته بودجه نه وه خو په دې برخه کې فشار هم محصوصیږي. د کمېسیون د پرېکړو بدولون ته په کتو باور دادی چې د کمېسیون د کمزوري ظرفیت له امله د نورو لاسوهنو ته زمینه برابره شوې ده.




































