په کابل کې د هند سفير وايي چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ، مالکیت او کنټرول د سولې له پروسې ملاتړ کوي. نوموړي دغه خبرې د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې کړې دي. د ملي امنيت شورا له لوري رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې حمدالله محب او کابل کې د هند سفیر ویني کمار د سولې بهیر په اړه بحث وکړ. سرچينه کاږي چې کمار ډاډ ورکړ، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ، مالکیت او کنټرول د سولې له هغې پروسې ملاتړ کوي، چې د ثبات لامل وګرځي. ده ويلي، د سولې پروسې په اړه د هند دولت د دریځ تغیر رسنیو کې وروستي خپاره شوي راپورونه د هغه هېواد د رسمي موقف استازیتوب نه کوي.




































