په فراه کې د يوې خيريه موسسې مسوولين وايي چې ددغه ولايت په شيبکوه ولسوالۍ کې يې پر دفتر د هوايي بريد په ترڅ کې د يوه همغږي کوونکي مسوول په ګډون دوه کسان وژل شوي دي. د انساني مرستو( CHA) موسسې مسوول ملک افغان وکيلي وويل چې تېره شپه يې په شيبکوه ولسوالۍ کې پر دفتر بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کړى دى. د هغه په وينا، دغه دفتر له تېرو دوه کلونو راهيسې د (احسان) پروګرام په چوکاټ د خلکو په مشرۍ د حفظ الصحه په اړه د عامه پوهنې په برخه کې کار کاوه . د فراه د امنيتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.




































