د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د غور جام څلي د لوېدو د مخنیوي هڅې پیل کړي دي. دغه وزارت وايي، یاد څلي ته د وروستیو سېلابونو له امله د متوجه ګواښ د ارزولو لپاره ټاکل شوې نن د یاد ورازت یو پلاوی غور ولایت ته سفر وکړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت داسې مهال په دې اړه د اقداماتو خبر ورکوي، چې وروستیو سېلابونو د دغه څلي د غورځېدو په اړه اندېښنې را ولاړې کړي دي. په ټولنیزو رسینو کې په خپرو شوو انځورونو کې لیدل کېږي چې د سېلابونو اوبو د دغه څلي استنادي دېوالونه مات کړي او ځان یې تر څلې پورې رسولی دی. د جام منار په هغه ځای کې ودان شوی دی چې د «جام» سیند د هریرود د مست سیند سره یوځای کېږي. د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند ویلي، چې د غور سیمه ییزې ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ د یاد څلې د ژغورنې لپاره د بېړني اقدام په توګه د سیمې له اوسېدونکو د ولسي حشر د مرستې غوښتنه کړې ده. دا څلی چې ۶۵ متره لووالی لري په ۱۲مه میلادي پېړۍ کې جوړ شوی د افغانستان له مهمو فرهنګي مراثونو څخه ګڼل کېږي.




































