کورنيو چارو وزارت وايي چې نن د جمعې لمانځه پرمهال د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د استغفار په جومات کې د چاودنې له امله مولوي ريحان وژل شوى او ١٦ نورکسان ټپيان شوي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وويل چې دغه پېښه نن ماسپښين څه باندې يوه بجه د نهمې امنيتي حوزې اړوند د پکتياکوټ سيمې په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال رامنځته شوې ده . هغه وويل چې تراوسه د پېښې ډول نه دى څرګند او نه يې کومې ډلې مسووليت منلى دى.




































