د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله د ناټو پنځه رومانیایي سرتیري ټپیان شوي دي. د رومانیا دفاع وزارت ویلي، چې دا سرتیري یې پرون تر غرمې وروسته د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال د چاودنې له امله ټپیان شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې ټپي سرتیري د کندهار هوایي ډګر روغتون ته لیږدول شوي ، خو د هغوی د روغتیایي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي. رومانیا د ناټو د روزنې ماموریت په چوکاټ کې درې زره سره سرتیري لري، چې ډیری يې په کندهار کې میشت دي. وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت اخیستی دی، دوی ویلي چې د رومانیایي سرتیرو پر یوه نظامي موټر یې چاودنه کړې او پکې سپاره سرتیري یې وژلي دي.




































