د راتلونکو ټاکنو ولسمشریزو ټاکنو د نېټې له څو ځلي تغیر وروسته اوس چاوراکي وايي د میزان شپږمه د دوی لپاره سره کرښه ده او ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس وايي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتووالی نیول شوی او په دې برخه کې د امنیتي ادارو ترڅنګ له نورو اړوندو ادارو سره همغږي شوې ده. د کمیسیون د دارالانشا رییس وايي د حکومت ترڅنګ نړیوالې ټولنې هم ډاډ ورکړی چې د ټاکنو لپاره به بودجه ورکوي. د ټاکنو کمیسیون مسولان وايي د بوجې ستونزه په بشپړ ډول حل شوې ده. خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د بایو میتریک سیستم له پرېکړې د کمېسیون په شاکېدل څو ځله د مهالوېش تغیر او له ناظرینو سره نه همغږي هغه موارد یادوي چې کمېسیون یې په ترسره کولو کې پاتې راغلی.




































