په داسې حال کې چې افغان امنیتي ادارې وايي، چې دعملیاتو پر مهال یې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب یې لومړیتوب دی، خو په دې وروستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو پېښې زیاتې شوي دي. پوځي شنونکي وايي، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري ترسره کېدونکي شپني عملیات په دقت نه ترسره کېږي چې له امله یې د طالبانو پرځای ملکي وګړي وژل کېږي. شنونکي وايي د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې په پرلپسې ډول د ملکي وګړو وژل کېدل به د ملي پوځ اعتبار ته زیان ورسوي. پوځي شنونکي د مخالفینو د ځپلو لپاره خاص عملیات مهم بولي خو وايي د ملکيانو د ژوند خوندیتوب ته باید لومړیتوب ورکړل شي، خو ملي دفاع وزارت بیا د مخالفینو د ځپلو لپاره شپنې عملیات ګټور بولي او وايي د پوځ له لوري په ترسره شویو دغه ډول عملیاتو کې د مخالفینو مهم مشران په نښه شوي دي.




































