د نویو رپوټونو پر بنسټ، په التقوا جومات کې په پرونۍ چاودنه کې درې تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي. امنیتي سرچینو اسوشټېډ پرېس ته ویلي چې چاودېدونکي توکي ښايي په مایکروفون کې ځای پر ځای شوي وو، خو په دې اړه دقیق معلومات نه دي خپاره شوي. په دغه پېښه کې د هېواد ستر او نامتو دیني عالم مولوي سمېع الله ریحان هم شهید شو، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د ولس سخت غبرګون پارولی دی. دوی له حکومت غواړي چې دغه قضیه دې په جدي توګه وڅېړي او پایلې یې دې له ولس سره شریکې کړي.




































