کورنیو چارو وزارت وایي چې له تېرې شپې راهیسې یې د غیر قانوني ډزو په تور ۴۵ کسان په کابل ښار کې نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د کابل پولیسو ۴۵ کسان له تېرې شپې راهیسې په دې تور نیولي چې په کابل ښار کې یې ډزې کولې او نظم یې خراباوه. تېره شپه په کرکټ کې د افغانستان له لوري د پاکستان تر ماتې وروسته د کابل ښار د سپکو وسلو ډزو نارامه کړ. دغه ډزو خلک اندېښمن کړل او ورسره جوخت کورنیو چارو وزارت ددغه ډول کسانو د نیولو ژمنه وکړه. کورنیو چارو وزارت وایي چې له یادو کسانو سره یو شمېر وسلې هم نیول شوې دي.




































