د راپورونو له مخې په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده، عمله یې ژغورل شوې خو الوتکه سوځول شوې ده. د هلمند د والي وياند محمد عمر ځواک ويلي چې تېره ورځ ناوخته د نوزاد ولسوالۍ په بارکزو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده. هغه وايي چې د الوتکې ټوله عمله ژغورل شوې خو خپله چورلکې د بهرنیو ځواکونو له لوري سوځول شوې ده. دغه راز په کابل کې د ناټو مطبوعاتي دفتر هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې چورلکې له کوم بريد پرته بېړنۍ ناسته کړې ده. یاده سرچينه هم وايي چې د چورلکې ټوله عمله ژغورل شوې ده.




































