د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وايي چې دوی به له افغان ځواکونو سره په ګډه د نشه يي موادو پر کارخانو هوایي بریدونه دوامداره وساتي. د ناټو او امریکايي ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په کابل کې خبریالانو ته ویلي، که د نشه يي موادو پر کارخانو د ناټو او امریکايي ځواکونو ګډو مرستو ته اړتيا وي، نو دوی همکارۍ ته چمتو دي. د ۲۰۱۷ میلادي کال په وروستیو کې افغان او بهرنیو ځواکونو د نشه يي موادو د جوړولو پر کارخانو ګډ هوايي بریدونه پیل کړل. وروستی بريد يې یوه اوونۍ مخکې د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې وکړ چې په نتيجه کې يې د هیروئینو جوړولو (۶۸) لابراتوارونه ويجاړ شول. دا په داسې حال کې ده چې سیګار د روان میلادي کال په لومړیو کې په افغانستان کې د نشه يي موادو د جوړولو پر کارخانو د ناټو او امریکايي ځواکونو د نظامي عملیاتو د درېدلو خبر ورکړی و، خو اوس




































