د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار ولایت په شیزادو ولسوالۍ کې شپني عملیات غندلي او دا اعمال یې د بې ګناه افغانانو پر وړاندې یو ستر ظلم بللی دی. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ په طوطو سیمه کې د شپنیو عملیاتو او هوايي بمباریو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اووښتي دي. سرچینه کاږي، کرزی دغه عمل بشري ضد جنایت او ستر ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي. د سرچینې په خبره، کرزی د افغانستان د خلکو پر وړاندې د شپنيو عملیاتو او بمباریو له دوام سره، چې په هر عنوان وي خپل شدید مخالفت څرګندوي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کوي.




































