یکشنبه, مې 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    له هلمند څخه ایران او ازبکستان ته د پنبې صادرات زیات شوي

    بوسکوویچ پوهار: د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

    مالیې وزارت د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې اتم مهالوېش اعلان کړ

    بغلان کې نږدې ۴۰۰ جریبه کوکنار له منځه وړل شوي

  • نړۍ

    امریکا له وینزویلا څخه ټول غني شوي یورانیم وړي دي

    ایران کې د درملو بيې له ۳۰ تر ۳۰۰ سلنې لوړې شوي

    ټرامپ: روسیې له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی

    عراقچي: امریکا د پوځي اقداماتو له لارې ډیپلوماسي له منځه وړي

    سهیل شاهین په دوحه کې د ګامبیا له سفیر سره کتلي دي

    ایران: د امریکا وروستي وړاندیز ته یې رسمي ځواب نه دی ورکړی

    هیګسېټ: واشنګټن له ایران سره د جګړې په لټه نه دی

    متحده عربي امارات: د ایران پر وړاندې د ځواب بشپړ حق لرو

    راپور: هرمز تنګي کې زرګونه سمندري کارکوونکي بند پاتې دي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

د ولسي جرګې پر ریاست ناندرۍ؛ روان کشمکش د یوشمېر وکیلانو لپاره پر غوره کارو بار بدل شوی دی

مې 26, 2019
in افغانستان
0 0

په ولسي جرګه کې د اداري هیئت د ټاکنو پر سر ناندرۍ او کشمکشونه لا هم دوام لري. پرون شنبه د جوزا څلورمه د ولسي جرګې اتمه عمومي غونډه وه، خو د تړلو دروازو تر شا تر سره شوه. په ولسي جرګه کې تېره شنبه هغه وخت ناندرۍ پیل شوې، چې د دغې جرګې ریاست ته هېڅ نوماند هم ۵۰+۱ رایې خپلې نه کړې، خو موقت رییس میر رحمان رحماني د رییس په توګه وګوماره.

تېره شنبه د ولسي جرګې په تالار کې د رییس د ټاکلو لپاره د وکیلانو ترمنځ د رایې اچونه پیل شوه. ریاست ته میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي نوماندان وو. په پای کې میر رحمان رحماني وکړای شوی، چې ۱۲۳ رایې خپلې کړي، خو د کمال ناصر اصولي رایې بیا پنځه پنځوسو ته رسېدې. د جرګې موقت رییس لومړی د حاضرو کسانو شمېر ۲۴۷ ښودلی و، خو وروسته یې وویل چې نصاب ۲۴۴ کسانو ته رسېږي. همدې مسئلې د وکیلانو غبرګون وپاراوه او په خبره یې که نصاب ۲۴۷ وي، نو میر رحمان رحماني پر دې نه دی بریالی شوی، چې ۵۰+۱ رایې پوره کړي، نو ځکه د دې اړتیا ده چې ټاکنې له سره وشي.

تر ناندریو وروسته، د دغه مسئلې د حل لپاره یو ۲۷ کسیز پلاوی وګومارل شو او ټاکل شوې وه چې دغه ستونزه حل کړي، خو پرونۍ د تړلو دروازو تر شا او بې پایلې غونډه ښيي، چې یاد پلاوی هم د ستونزې پر حل نه دی بریالی شوی.

بل پلو د ولسي جرګې ډېری غړي بیا په دغه جرګه کې له رامنځ ته شوي وضعیت څخه ستړي شوي دي. دوی وایي چې ولسي جرګه ځینې کسانو برمته کړې ده او په دې توګه یې هر ډول چې زړه وي، د ملت د کور او وکیلانو وخت ضایع کوي. په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن وایي، دواړه لوري دې سر ګرېوان ته کړي او د ملت وخت دې نه ضایع کوي. نوموړې وايي: ((دواړه لوري دې خجالت وباسي. دواړه لوري چې ځانونه د ملت استازي بولي، جنجالونه یې را ولاړ کړي، له همدې خپلو جنجالونو دې خجالت وباسي. د ملت کور دی او دوی حق نه لري چې هر څه برمته کړي)).

ځینې وکیلان بیا وایي چې د ولسي جرګې ریاست د ځینو نوماندانو لپاره پر ښه کارو بار بدل شوی دی. د دوی په خبره، ځینې وکیلان د دې لپاره چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي او دوی ته د نوماندۍ چانس برابر شي او ځینې بیا د پیسو په خاطر غواړي ناندرۍ دوام وکړي. د ولسي جرګې غړی ظهیر الدین اغا وایي، ځينې د پیسو، ځینې د نوماندۍ او ځینې د قومي مسایلو لپاره دغه ستونزې ته لمن وهي. نوموړی وايي: ((یوشمېر وکیل صاحبان غواړي چې ټاکنې بل پړاو ته لاړې شي او دوی ته د نوماندۍ چانس برابر شي. یوه ډله بیا فکر کوم د پیسو او دې خبرو په خاطر غواړي موضوع ته لمن وهي او یوه ډله نور بیا قومي بحثونو ته لمن وهي)).

بل پلو په ټولنیزو رسنیو کې د کاروونکو ترمنځ او سیاسي فعالین بیا په ولسي جرګه کې روانې ناندرۍ د هېواد په ګټه نه بولي. دوی پر ولسي جرګه او وکیلانو نیوکه کوي چې د ستونزې د حل پر ځای ستونزې ته لمن وهي او باید د ریاست پر سر را ولاړ شوی کشمکش ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د حکومت نظر هم واخلو، خو بریالي نه شو. بلخوا د ولسي جرګې غړی میر رحمان رحماني بیا ځان رییس بولي او نږدې کسان یې رسنیو ته دغه ستونزه حل شوې بولي. خو کمال ناصر اصولي بیا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې نه ده او نه هم میر رحمان رحماني د ولسي جرګې د ریاست لپاره پنځوس جمع یو رایې تر لاسه کړې دي. لا روښانه نه ده چې د ریاست پر سر به دغه ناندرۍ تر کومې روانې وي.

Tags: featured
Share6Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

له هلمند څخه ایران او ازبکستان ته د پنبې صادرات زیات شوي

مې 10, 2026

بوسکوویچ پوهار: د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

مې 10, 2026

مالیې وزارت د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې اتم مهالوېش اعلان کړ

مې 10, 2026

بغلان کې نږدې ۴۰۰ جریبه کوکنار له منځه وړل شوي

مې 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In