د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې راتلونکې اونۍ د افغانستان او پاکستان د لوړ پوړو امنیتي چارواکو ترمنځ امنیتي غونډه جوړېږي. په دغه غونډه کې به د افغانستان د پلاوي مشري د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب کوي. په پاکستان کې افغان سفیر لطف الله مشعل ویلي یاده غونډه کې به تر ډېره امنیتي مسایل، همدا راز د کډوالو مسئله، دوه اړخیزه سوداګري، د خلکو ترمنځ د اړیکو جوړول او په سیمه کې د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه باندې خبرې وشي. دده په خبره په دې غونډه کې به ددواړو لورو مهم امنیتي چارواکي برخه اخلي او هڅه به کوي د پاکستان افغانستان پر عمل پلان هم بحثونه ولري.




































