د راپورونو له مخې د هلمند په نوزاد کې د بهرنیو ځواکونو یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې وه. هغه مهال د هلمند ولایت ځايي چارواکو ویلي وو، چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی، خو ناټو وايي چې د الوتکې ځينې افغان او بهرنۍ عمله ټپيان شوي دي. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند رسنیو ته تایید کړې، چې د الوتکې ځينې عمله ټپيان شوي دي، خو په خبره یې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. دده په وینا بهرني ځواکونه په یو لړ عملیاتو پسې وتلي وو، خو په خبره یې الوتکه د کومې جنګې پېښې له امله نه ده زیانمنه شوې. بل پلو وسله والو طالبانو بیا ویلي چې دغه الوتکه دوی ویشتې ده او درنه مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.




































