د پاکستان پوځ د پښتونژغورنې غورځنګ پر یوه لاریون ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې نن په شمالي وزیرستان کې د زرګونو کسانو په ګډون یو ستر لاریون راوتلی و او ټاکل شوې وه چې د پښتونژغورنې غورځنګ دوه پیاوړي مشران محسن داوړ او علي وزیر هم په دغه لاریون کې ګډون وکړي. ویل کېږي چې پاکستاني پوځ پر دغه لاریون ډزې کړې دي او ۴۵ کسان یې ټپیان کړي دي. ځینې راپورونه وايي چې محسن داوړ هم په دې پېښه ټپي شوی دی خو د پښتونژغورنې غورځنګ تر دې دمه پر دغه پېښه غبرګون نه دی ښودلی اونه یې هم رسنیو ته معلومات ورکړي دي. ویل کېږي چې پوځ د علي وزیر او ډاکټر ګل عالم په ګډون د پښتونژغورنې غورځنګ ګڼ مهم غړي نیولي دي.




































