وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي یوناما د طالبانو د زندانونو په اړه ناسم راپورونه خپاره کړي دي. ددوی په وینا یوناما پر هغه ظلمونو سترګې پټوي چې په کابل کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو له لوري په زندانیانو ترسره کېږي. طالبانو ویلي چې دوی په زندانونو کې له بندي کسانو سره سم چلند کوي او وخت په وخت ډله ډله زندانیان ازادوي. خو یوناما بیا ویلي وو، چې وسله وال طالبان په خپلو زندانونو کې عام خلک، حکومتي کسان او سرتېري د مرګ تر حده شکنجه کوي او ځپي.




































