د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د نجونو او هلکانو منځني ښوونځي ته د ۴ ټولګیو درلودونکې ودانۍ جوړه کړې ده. د پوهنې وزارت نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا ودانۍ د یادې ولسوالۍ د زقوم خیلو سیمې اوسېدونکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډه د چندې پر راټولو شویو پیسو جوړه کړې ده. سرچینه کاږي، دا ودانۍ ۴ درسي ټولګي لري، چې په یوه وخت کې د ۲۰۰ زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري. د زقوم خیلو د نجونو او هلکانو په منځني ښوونځي کې شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي، چې ۲۲۰ یې نجونې دي. د لوګر د پوهنې ریاست وایي، په روان ښوونیز کال کې د پوهنې له بهیر سره د خلکو په مرستو کې پام وړ زیاتوالی راغلی دی.




































