ولسمشرۍ ماڼۍ، په ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه د یوه پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي ادعاوې بې اساسه او دروغ بللې دي او ویلي یې دي چې په دې تړاو به پلټنې وشي.
د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري تېره ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې په دې اړه به جدي څېړنې وشي.
ارګ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي په دې وروستیو کې په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د ښاغلي غني سلاکار فضلي د پارلماني ټاکنو یو شمېر ښځينه نوماندانې چې له ۶۰۰ څخه کمې رایې یې وړې وې، د نامشروع اړیکو له مخې ولسي جرګې ته بریالۍ کړې دي.
خو د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري د پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي د ادعا په اړه وویل: «احمدزي د خپلو شخصي غوښتنو په خاطر دغه درواغ جوړ کړي دي او له دې لارې غواړي د خلکو ذهنیت خراب کړي».
نوموړي زیاته کړې چې دغه موضوع په جدي ډول څېړل کېږي او لویه څارنوالي به له حبیب الله احمدزي څخه د خپلې ادعا په اړه د اسنادو او شواهدو د وړاندې کولو غوښتنه وکړي.
که څه هم تر دې مخکې د افغان حکومت په یو شمېر نورو ادارو کې د اخلاقي فساد په اړه راپورونه ورکړل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې پر ارګ د اخلاقي فساد ادعا کېږي.
په ورته وخت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو په ارګ کې د ملي یووالي حکومت د څو اړخیز او جوړ شوي فساد اړوند، د جنرال حبیبالله احمدزي «ټکان ورکوونکې او زړورې» څرګندوې ستایلې او لیکلي یې دي: «دغو څرګندونو نه یوازې په هېواد کې زیاتره عمومي افکار اندېښمن کړي، بلکې اړتیا ده چې ولسمشر غني او شریکان یې د ولسي جرګې د ټاکنو د پراخې مهندسۍ، مالي او اخلاقي فساد په اړه ځواب ورکړي».




































