امریکا وایي ښايي په افغانستان کې یې جګړې او نظامي حضور ادامه پیدا کړي. د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس د امریکا په یوه پوځي اکاډمۍ کې د خبرو پر مهال ویلي چې ښایي په افغانستان او عراق کې د امریکا نظامي حضور ادامه پیدا کړي. دده په خبره په دغه هېواد کې لا هم جګړې روانې دي نو ددې احتمال شته چې امریکایي ځواکونه په اوږدو جګړو کې ښکېل شي. هغه تازه فارغو شوو سرتېرو ته په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې تاسې باید په افغانستان او عراق کې د اوږدې جګړې لپاره تیاری ولرئ. د ټرمپ مرستیال داسې مهال دغه خبرې کوي، چې ټرمپ غواړي له افغانستان خپل سرتېري وباسي. امریکا له طالبانو سره د خپلو خبرو په اوږدو کې ژمنه کړې چې خپل سرتېري به له افغانستان وباسي. خو د چارو یو شمېر څارونکي بیا په دې باور دي چې په افغانستان کې د جګړو وروستی شدت او داعش ډلې فعالیتونه په دې مانا دي چې امریکا غواړي خپل حضور ته لارې او پلمې برابرې کړي.




































