د اروزګان ځايي اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د تېر کال په څېر دې د کوچني اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي او جګړه دې ودروي. افغان دولت او طالبانو تېر ۱۳۹۷ لمریز کال د کوچني اختر په مناسبت په هېواد کې د لومړي ځل لپاره موقت اوربند پرېکړه وکړه چې د دولت له خوا د يوې میاشتې او طالبانو بيا د درېيو ورځو لپاره جګړه ودروله او اوربند ټينګ شو. د اروزګان یوه قومي مخور معلم رحمت الله وایي، سوله د ټولو ولسونو هیله ده او تل یې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې ورور وژنه ودروي. هغه چې د روانې جګړې یوه قرباني او د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي، وایي د افغان دولت او طالبانو د سولې کولو غوښتنه کوي. د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وایې، دغه ولایت د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله زیات جګړه ځپلی دی او وروستیو درې کلنو جګړو یې هر څه له منځه وړي دي. والي وایي، د سولې په راتګ سره به ټول ولسونه ارام او هوساه ژوند ولري. د اروزګان والي یو ځل بیا له طالب چارواکو د سولې له بهیر سره یوځای کېدو غوښتنه وکړه.




































