اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال په هېواد کې د نامعلومو وسله والو له لوري ددیني علماوو وژل یوه سیاسي توطئه وبلله او دغه پېښې یې وغندلې. دده په خبره د هېواد دښمنان غواړي په دې توګه په هېواد کې وېره او وحشت خپور کړي. نوموړي همدا راز د ولسمشر غني له لوري وروستۍ ګومارني هم سیاسي وبللې او په خبره یې دا د هېواد په ګټه نه دي. ډاکټر عبدالله عبدالله همدا راز د ولسمشر د یوه پخواني سلاکار هغه خبرې هم وغندلې چې په ارګ کې یې د اخلاقي فساد ځینې تورونه پورې کړي وو. دده په وینا دغه ډول غیر مسوولانه څرګندونې په هېواد کې د ښځو د پرمختګ مخه نیسي او بې باوري رامنځ ته کوي.




































