د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو د کندوز ښار په کوچه باغ سیمه کې د اجرایه رییس سلاکار نور محمد عرب وژلی دی. ویل کېږي چې وسله والو له یوه موټر په استفادې د اجرایه رییس پر سلاکار برید کړی دی او هغه یې وژلی دی. په پېښه کې یو کس ټپي شوی هم دی. امنیتی مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ویل کېږي چې په دې اړه پلټنې روانې دي. نور محمد عرب د ډاکټر عبدالله عبدالله د سلاکارۍ تر څنګ په کندوز کې د عرب قوم د انسجام د شورا مشر هم و.




































