اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي دا ډېره عجیبه ده، چې ګوښه شوي وزیران د ځان د ګوښه کېدو خبر پر فیسبوک لولي. دده په خبره وزیران په ځان خبر نه وي، خو ولسمشر ګوښه کړي وي. هغه وایي څلور میاشتې ټاکنو ته پاتې دي، بلخوا وزیران لا له خپل کاري چاپېریال سره عادت شوي نه وي چې ګوښه کړل شي، نو دا ټول مسایل د هېواد په زیان دي.




































