چهارشنبه, اگست 5, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

    حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

    جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

    د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

    حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

    جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

    د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د ناورین او بې ثباتۍ اوج؛ ناامنیو او وحشت له کابل ښاریانو آرام او سکون اخیستی دی

مې 28, 2019
in افغانستان
0 0

 

کابل ښار د نوي کال له پیل سره سم، د خونړیو جنایي پېښو له یوې څپې سره مخ دی. هره ورځ د کابل په نږدې هره امنیتي حوزه کې جنایي پېښې رامنځ ته کېږي او کابل ښاریان یې له سختو اندېښنو سره لاس او ګرېوان کړي دي. کابل ښار د جنایي جرمونو د ډلو او بانډونو لپاره په انساني ژوند د لوبو پر ډګر بدل شوی دی. سوداګر، عام خلک، دولتي کارکوونکي، خبریالان، دیني علما ان ماشومان په بې رحمانه توګه وژل کېږي؛ خو حکومتي چارواکي کوم اغېزناک ګام نه اوچتوي.

وړمه شپه د کابل ښار په زړه کې وسله وال یوه کور ته د ننه کېږي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون، د یوې کورنۍ اووه غړي وژني. ځايي امنیتي مسوولین سبا له دې موضوع خبرېږي او په اړه یې پلټنې کوي. له دې یوه ورځ وړاندې په کابل ښار کې وسله وال دیني عالم شبیر احمد کامه وال وژني. تر دې یوه ورځ وړاندې د کابل ښار په تر ټولو امنه سیمه کې یو ملي سوداګر په رڼا ورځ په ډزو وژل کېږي. د تېرې جمعې په ورځ نوموتی دیني عالم مولوي ریحان د جومات په منځ کې د چاودېدونکو توکو په مرسته وژل کېږي.

دا هغه پېښې دي چې تر رسنیو رسېږي. د دې تر څنګ لسګونه داسې پېښې کېږي، چې پر هغه باندې رسنۍ نه خبرېږي او یا پټېږي. کابل ښار په دې وروستیو کې د وېرې او وحشت په ښار اوښتی دی، خو امنیتي مسوولین د ناامنۍ د کابو کولو لپاره هېڅ راز اقدام نه کوي.

نه یوازې جینایي پېښې په کابل کې ډېرې شوې دي، بلکې ترهګریزو پېښو هم له خلکو ارام اخیستی دی. پرون سهار د حج او اوقافو وزارت پر یوه موټر چاودنه وشوه او ډېرو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د امنیتي مسایلو شنونکی لطف الله مشعل بیا په امنیتي ادارو کې فساد د ټولو ناامنیو او جنایي پېښو د ډېرېدو لامل بولي. د نوموړي په خبره، د امنیت د تامین لپاره باید د امنیتي ادارو په راس کې پیاوړي او مسلکي کسان وګومارل شي او تر څنګ یې باید په دغو ادارو کې د فساد د مخنیوي لپاره تر شعار ور هاخوا عملي ګامونه اوچت کړل شي.

مشعل همدا راز د ناامنیو د کنټرول په برخه کې حکومت په ناکامۍ تورنوي او وايي چې د ملي یووالي حکومت مشران بریالي نه شول، چې د امنیت د تامین په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي. نوموړی زیاتوي: ((په لومړي سر کې د امنیت د تامین شعارونه ورکول کېدل، خو اوس هر څه سرچپه شوي دي. جګړې او ناامنۍ د کابل ښار زړه ته را رسېدلې دي)).

بلخوا په ارګ کې پرون د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره غونډه جوړه شوې وه. ولسمشر غني د دې غونډې مشري کوله او د کابل د امنیت په اړه یې د امنیتي مسوولینو راپورونه او پلانونه واورېدل. هغه سپارښتنه کړې چې امنیتي مسوولین دې د کابل امنیت خپل لومړیتوب وګرځوي او د جنایي شبکو او جرمي ډلو ټپلو په نیولو کې دې هر اړخیزه هڅه کوي. غني ټینګار کړی چې د اختطاف کوونکو او جرمي شبکو نیول او تعقیب باید د امنیتي مسوولینو لومړیتوب وي.

یوازې امنیت نه دی چې ولس ځوروي. د بیو لوړېدل، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ټېټدل، د ولسي جرګې د ریاست پر سر کشمکش او هلته د پراخ فساد تورونه، د سرپرستانو له لوري د وزارتونو اداره کول او سلیقوي ادلون بدلون، د سولې د خبرو نامعلوم وضعیت، د داعش ډلې د حضور پراخېدل او د راتلونکو ټاکنو نامعلوم برخلیک هغه څه دي چې افغانانو ته یې ډېرې اندېښنې پیدا کړې دي.

Tags: featured
Share17Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
چهارشنبه, اگست 5, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

اگست 4, 2026

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

اگست 4, 2026

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

اگست 4, 2026

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

اگست 4, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In