مشهورې هندي ورځپاڼې سوټ ایشن مانیټور لیکلي، هند غواړي چې له وسله والو طالبانو سره په خپله اوسنۍ پالیسي کې بدلونونه راولي.
د ورځپاڼې په خبره، تر دې مهاله هند په افغانستان کې د متحده ایالتونو او نورو پیاوړو قدرتونو له پالیسیو پیروي کوله، خو اوس اړتیا لیدل کېږي چې پر دې پالیسۍ له سره غور وشي او ژور بدلونونه پکې راشي.
سرچینه وړاندې کاږي، په داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو خبرې حساس پړاو ته ننوتې دي، نو هند په دغه پروسه کې څنډې ته پاتې شوی او اړتیا لیدل کېږي چې یاد هېواد له طالبانو سره په خپله اوسنۍ پالیسي کې بدلونونه راولي او دا هغه موضوع ده چې په هند کې د ننه خلک یې هم پر وړاندې مخالف نه دي.
ورځپاڼه وړاندې کاږي، هند اوس دا درک کړې چې د سولې د خبرو له بریالیتوب سره طالبان سیاسي قدرت ته رسېږي او دوی غواړي چې له همدغه واقعیت سره سم له وسله والو طالبانو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي.
د سرچینې په خبره، له هغه وخت راهیسې چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې، هند په دغو خبرو کې کاملاً منزوي پاتې شوی، په داسې حال کې چې روسیې، چین، پاکستان، ایران او نورو مهمو هېوادونو له طالبانو سره خپلې اړیکې ټینګې کړې دي.




































