د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، حکومت په تېرو ١٨ کلونو کې دوی ته هېڅ راز پاملرنه نه ده کړې. د دهراوود اوسېدونکو دغه څرګندونې تېره ورځ یادې ولسوالۍ ته د ولایتي چارواکو د سفر پرمهال کړې دي. تر کلونو وروسته دا لومړی ځل دى چې د اروزګان ولایتي چارواکي دهراوود ولسوالۍ ته سفر کوي. ځایې اوسېدونکو ورغلو چارواکو ته د یوې غونډې پرمهال وویل، اتلس کاله کیږي چې دهراوود کې د پوهنې چارې ټکنۍ دي، روغتیایي خدمات یې پر نشت حساب دى او هغه لار ناامنه او خرابه ده چې دغه ولسوالي د ولايت له مرکز ترینکوټ سره نښلوي. د اروزګان والي اسدالله سعید وويل چې د دهراوود او د دغه ولايت د نورو ولسواليو د لارو بندوالى د پروژو د پلي کېدو پر وړاندې لوى خنډ دى. ده وويل چې دهراوود کې د نويو ښوونځیو جوړېدل، د ولسي تړون پروګرام پلي کول او د بشري مرستو رسول به یې لومړیتوب وي.




































