د افغانستان لوى درستيز وايي چې امنيتي ځواکونو له لاسه د وتلو ولسواليو د نيولو او د لويو لارو د امنيت ټينګښت په موخه تعرضي عمليات پيل کړي دي. لوى درستيز ډګرجنرال بسم الله وزيري نن په کابل کې ديوه خبري کنفرانس پرمهال وويل چې د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ نيول ددغو عملياتو يوه له لاسته راوړنو څخه ده. د خواجه عمري ولسوالۍ نن له غرمې مخکې امنيتي ځواکونو له وسله والو طالبانو څخه ونيوله. اوس مهال د هېواد يو شمېر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په واک کې دي. دغه راز نوموړي وويل چې د لويو لارو د امنيت ټينګـښت په موخه هم عمليات جريان لري.




































