د جرمونو د نړیوالې محکمې یوې وکیلې ددې محکمې د هغې پریکړې په اړه وضاحت غوښتی چې ولې نه غواړي په افغانستان کې د جنگي جرمونو په اړه پلټنې وکړي. وکیلې فاتو بنسودا، دغې محکمې ته په ۱۷ پاڼو کې یو غوښتنلیک سپارلی او ویلي یې دي چې ددې محکمې د پرېکړې په اړه توضیحات د استناف غوښتنې ته زمینه برابرولی شي. د جرمونو نړیوالې محکمې د همدې کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د جنگي جرایمو او د بشر ضد جرمونو د پلټنو د پیلولو لپاره د میرمن بنسودا مخکنۍ غوښتنه رد کړه. د بشري حقونو بنسټونو هم پر دې پرېکړې نیوکې کړې وې. خو امریکا ددغه پرېکړې هرکلی وکړ او هغه یې “د قانون د حاکمیت بریالیتوب” وګاڼه. د امریکا دولت په ځانگړې توگه د ټرمپ د واکمنۍ راهیسې د جرمونو نړیوالې محکمې ته په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو پر ضد د جرمي تورنو د څیړلو په هکله خبرداری ورکړی دی.




































