د راتلونکو ټاکنو لپاره نن د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې تقویتي او په غزني ولایت کې بیا عمومي نوم لیکنه پیلېږي. دا ځل به هغه کسان نوم لیکنه کوي، چې سږ کال یې قانوني عمر پوره کړی، هېواد ته نوي را ستانه شوي او یا یې هم د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه نه وه کړې. دغه نوم لیکنه به نن پیل شي او د چنګاښ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د نوم لیکنې لپاره پوره چمتوالی لري او نیږدې اتیا سلنه اړین مواد ولایتونو ته رسېدلي دي. دغه کمیسیون وایي، له غزني ولایت پرته تېر کال نهه میلیونه او پنځه سوه زره کسانو په ټاکنو کې د ګډون په مخه نوم لیکنه کړې وه. د عامه پوهاوي نشتون او امنیتي ستونزې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې او راتلونکو ټانکو په مخ کې پراته ستر خنډونه بلل کېږي.




































