د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د یاد ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د طالبانو په جلا بریدونو کې د ملکي وګړو په ګډون شاوخوا ۱۵ سیمه ییز پاڅون کوونکي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د غور د ولایتي شورا غړي حمیدالله متحد وویل، طالبانو تېره شپه د دولتیار ولسوالۍ په پشه نور سیمه کې ډله ییز بریدونه کړي چې په پایله کې یې د ملکیانو په ګډون ۱۵ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي خو د جګړې د دوام له امله یې تر اوسه کره شمېر معلوم نه دی. د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي یاده پېښه تاییدوي خو وايي، دوی تر اوسه د برید جزیات نه دي ترلاسه کړي. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




































