د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې په یوه پېښه کې ۶ تنه مړه شوي او ۶ نور ټپيان دي. د ګرشک ولسوال مولاداد توبګار ویلي، چې دا کسان نن سهار هغه مهال مړه او ټپيان شول چې د سپرلۍ موټر یې یوه نهر ته ولوېد. توبګار وویل چې یاد کسان له یوه واده څخه خپل کور ته روان وو چې مازدا موټر یې د بغرا نهر ته ولوېد. د ولسوال په وینا، په مړو کې د موټر چلوونکي ترڅنګ ۵ تنه ماشومان او ښځې شاملې دي. د پېښې علت د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.




































