د دايکنډي ولايت په خدير ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د يوه ماشوم او څلور ښځو په ګډون ١٤کسان ټپيان شوي دي. د دايکنډي روغتون مسوول سخي صفري وایي، چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال رامنځته شوې ده. سرچينې وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو فلانکوچ موټر د سنګتخت و بندر ولسوالۍ له لوري د خدير پر خوا راوان و چې د خدير ولسوالۍ د خشکاب په کوتل کې له سړک څخه وتلی او ټوله سپرلي يې ټپيان شوي دي. د معلوماتو پر اساس، د يوه ماشوم او څلورو ښځو په ګډون ١٤کسان پکې ټپيان شوي، د دوو تنو روغتيايي حالت نازک دى او ټول ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي. د يادونې ده چې ياد سړک خام دى او په ځينو سيمو کې پرې تګ راتګ سخت دى.




































