د غزني د ولایتي شورا یو غړی حسن رضاء یوسفي وايي، طالبانو د دغه ولایت په قیاق دره کې څلور محصلین برمته کړي دي.نوموړي وویل، چې یاد کسان د اختر د رخصتۍ په مناسبت خپلو کورنیو ته تللي و چې بېرته غزني ښار ته د ستنېدو پرمهال طالبانو نیولي دي. هغه وویل، چې برمته شوي محصلین د مالستان، جاغوري او ناور ولسوالۍ اوسېدونکي دي. یوسفي وویل تر دې مهاله د یادې پېښې لامل څرګند نه دی. د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت که څه هم د یادو څلورو محصلینو د برمته کېدو په اړه بې خبري ښيي، خو زیاتوي چې تېره ورځ طالبانو په یاده سیمه کې یو محصل تر نیول کېدو وروسته وژلی دی. قیاق دره چې د غزني د مالستان، جاغوري، ناور، اجرستان، جغتو او د بامیانو او دایکنډي ولایتونو لارې هم ورڅخه تېرېږي له تېر یو کال راپدېخوا د طالبانو په کنټرول کې ده. وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.




































