د ملي امنیت لوی ریاست وایي له هغه کسانو سره به قانوني چلند وشي چې ترافیکي اشارې نه مراعاتوي. د ياد رياست له خوا خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله کابل ښاروالۍ، د ښار لويې څلورلارې له منځه وړې او په منځ کې يې سړکونه جوړ کړي او پر ترافيکي اشارو یې سمبال کړې دي. یاد رياست له ټولو ښاریانو غوښتي چې د تګ راتګ پر مهال په ټول ښار او په ځانګړې توګه په څلورلارو کې پر ترافيکي اشارو عمل وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي، د ترافيک پوليسو سيارې ګزمې د ښار په بېلابېلو سيمو او څلورلارو کې ګرځي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کوي. ملي امنيت وايي، سرغړوونکى لومړى نغدي جريمه او بايوميټرک کېږي او د جرم په تکرار به یې د موټرچلولو جواز لغوه او د قانون منګلو ته سپارل کېږي.




































