د مرکزي بانک رییس له افغانستان څخه د ډالرو قاچاق د افغانۍ د ارزښت د ټيټېدو لامل وباله او ویې ویل، اوس هره ورځ سلګونه کسان د ډالرو د انتقال په موخه ایران او دوبۍ ته ځي. مشرانو جرګې پرون د مرکزي بانک رییس خلیل صدیق، د مالیې وزارت د ګمرکاتو مرستیال او د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې د ادارې رییس رابللي وو، څو له هېواده بیرون د ډالرو د قاچاق او افغانۍ د ارزښت د کمېدو په اړه وضاحت ورکړي. صدیق بهرنیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق تر څنګ د صادراتو او وارداتو تر منځ د تعادل نه موجودیت او په هېواد کې د جګړې او سیاسي بې ثباتۍ دوام د افغانۍ د بې ثباتۍ لاملونه وګڼل. د ده په خبره، همدا اوس سلګونه کسان هره ورځ له هرات ولایته د ډالرو د انتقال لپاره ایران ته سفر کوي او زیات کسان په همدې موخه هره اونۍ دوه ځله دوبۍ ته ځي. په ورته وخت کې د مشرانو جرګې ځینو غړو له هېواده بهر د ډالرو د انتقال او د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د کمېدو په برخه کې شوي اقدامات کم ګڼي او ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید جدي اقدامونه وشي.




































