لويې څارنوالۍ د ولسمشرغني د پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي د نیولو امر کړی،احمدزي تور لگولی و چې په ارگ کې ښځو ته د اخلاقي فساد په بدل کې لوړې دندې ورکول کیږي. احمدزي دا هم ویلي و چې د خپلو ادعاو ثابتولو لپاره اسناد او شواهد لري. ولسمشرۍ ماڼۍ د احمدزي د دغو تورونو په ځواب کې له نوموړي څخه شواهد غوښتې و خو احمدزي تر اوسه پورې هېڅ ډول شواهد ندي وړاندې کړي. د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي چې لویې څارنوالۍ د احمدزي د نیولو حکم کړی دی او د هغه نه يې غوښتي دي چې شواهد ورته ورکړي.




































