امریکایي لیکوال او د چارو شنونکی مایکل روبین وایي، په افغانستان کې د بریا لپاره باید جګړه پاکستان ته انتقال کړل شي. نوموړي په خپله یوه لیکنه کې ویلي، افغانستان ته ثبات راوستل، او ترهګر له منځه وړل هغه وخت امکان لري، چې پر پاکستان فشار ډېر شي او یا هم خپله د جګړې زیان وویني. لیکوال، پاکستان له څو لسیزو راهیسې په سیمه کې د ستونزو ستر لامل بللی دی. دی وایي، که امریکا په رښتیا غواړي ، چې د افغان سولې پروسه په ښه توګه مخ ته ولاړه شي، نو باید پر پاکستان پوره فشار راوړل شي او له هغو ټولو لارو چارو کار واخیستل شي، چې پاکستان د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او په دې اړه تضمین هم ورکړي.




































