په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د ملکیانو په وژل کېدو اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو خواو یې غوښتي چې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه خپل مکلفیتونه ادا کړي. یوناما په ځانګړې توګه وسلهوال مخالفین تورن کړي چې په روژې میاشت کې یې په قصدي ډول ملکیان په نښه کړي دي. د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په خپل یوه بیان کې زیاته کړې چې وسلهوالو مخالفینو تر ډېره په خپلو بریدونو کې چاودیدونکي توکي کارولي چې یوازې یې په کابل کې سلو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. په بیان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په حواله راغلي چې پر ملکیانو بریدونه د هغوی د عاملانو د مشروعیت د لهمنځه تللو لامل کېږي او هغوی د افغانستان د خلکو د هر ډول استازیتوب له ادعا محروموي. هغه زیاته کړې چې پر ملکیانو بریدونه جنګي جرمونه او ان د بشریت ضد جنایتونه دي چې د جنګ ښکېلې خواوې یې هېڅ نهشي توجیه کولی.




































