په غزني كې تېره ورځ د هاوان د يوې سرګلولې او يوه ماين د چاودنو له كبله د اتو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د واغظ ولسوالۍ په مربوطاتو كې د هاوان د يوې سرګلولې چاودنې يو ماشوم وژلى او اووه نور يې ټپيان كړي دي. د ده په وينا، د خواجه عمري ولسوالۍ په مربوطاتو كې د وسله والو طالبانو له خوا د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماين د ملکي کسانو پر يوه موټر چاودنه کړې، چې په ترڅ کې يې دوه ملكي وګړي ژوبل شوي دي. وسله والو طالبانو تر دمه څه نه دي ویلي.




































