نیوزیلانډ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د خپلو ۱۳ سرتېرو شمېر کموي. د یاد هېواد لومړۍ وزیرې جکندا اردرن ویلي، د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې به د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۳ څخه ۱۱ تنو ته راکم کړي. د نیوزیلانډ دغه شمېر سرتېري د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي. لومړۍ وزیرې زیاته کړې، د نیوزیلانډ سرتېري به د ۲۰۲۰ کال تر ډسمبر میاشتې افغانستان کې پاتې شي. نوموړې دغه راز ویلي چې عراق کې به د خپلو سرتېرو شمېر په تدریجي ډول کم کړي او د ۲۰۲۰ میلادي کال تر جون میاشت پورې به خپل ټول سرتېري له دغه هېواده وباسي.




































