د ملگرو ملتونو له مهاجرو سره د مرستې ادارې ويلي چې اوسمهال افغانستان ته د مهاجرو اخراج يو غولونکی عمل دی او دغه هېواد ته باید يوازې په استثنايي توگه مهاجر بيرته ولېږدول شي. د ملگرو ملتونو له مهاجرو سره د مرستې ادارې د آلمان استازي دومينک بارتش، ویلي، چې په افغانستان کې امنيتي وضيعت په دې وروستيو کې خراب شوی دی. د ملگرو ملتونو د دغه استازي له نظره افغانستان ته د رد شويو مهاجرو بيرته ستنول بايد په استثنايي مواردو کې ترسره شي. نوموړي زیاته کړې چې هغه وخت اوس تېر شوی دی چې له خطر سره مخ افغانانو به په کابل کې ځان خوندي احساساوه او له هېواد څخه د وتلو اړتيا به یې نه ليدله. نوموړي د مهاجرو د اخراج د پريکړې له سره د ارزونې غوښتنه کړې. بارتش ویلي د پناه هر غوښتنليک بايد په دقيق ډول و ارزول شي، پرته له دې چې وړاندې کوونکی یې د کوم هېواد سره تړاو لري. نوموړي ویلي دا خبره تر بل هر هېواد زياته د افغانستان له پاره مهمه ده.




































